د پراختيايي څېړنې نړيوال پروګرام (IDRC)، كاناډا، د خپل "پان آسيايي جال (PAN)  پروګرام"

 

 

 

IDRC

 


او

 

PAN ASIA

 

 

 

 

 

د كمپيوټر او راټوكېدونکیو پوهنو ملي پوهنتون (NUCES پاكستان، د خپل اردو ژبې د بهيرونې څېړنيز مركز (CRULP) له لارې

 

 

 

NUCES

 

 

CRULP

 

 

خوښ دي، چې د ځايي-ژبې سولګرونې لپاره په سيمييزو ادارو كې د وړتيا لوړونې په موخه د سهېل او سهېل ختيزې آسيا په كچه په يوه پيلامه كې، د لومړنۍ ملتیا نه وروسته، چې له ۲۰۰۴ څخه تر۲۰۰۷ پورې وه، خپله جاري درې كلنه ملتيا له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۰ پورې  اعلانوي.

د پان ځايیتوب د پروژې لومړۍ برخه په اوو هېوادونو کې  د ځايي ژبې لپاره د معیارونو او ټیکنالوجۍ په جوړولو متمرکزه وه. هغه هېوادونه ( او ژبې) چې په پروژه کې راګډې وي هغه افغانستان (پښتو) بنګله دېش (بنګله) بوټهان (زونخا) کمبوډیا (خیمیر) لاوس (لاو) نیپال (نیپالي) او سري لنکا (سینهالا، تامل) ژبې او هېوادونه وو.

د لومړۍ برخې په پای کې هېوادونو په بریالیتوب سره څېړنې بشپړ کړې او د ځايي ژبې لپاره یې ټیکنالوجي او کاریالونه جوړ کړل. د زونخا او نیپالي لپاره د لینیکس د خپرونو جوړول او  نشرول، د سینهالا، بنګله او لاو لپاره د لیدیز لوښ پېژندنې کاري سېسټمونه جوړول، د بنګله، زونخا، خمیر، لاو او نیپالي لپاره لیکسکان او لیکدود کتنې ګټال جوړول، او د سینهالا کیلیدړې لپاره د متن وینا ته اړولو سېسټم او د معیارونو، فنټونو او نورو راټول یې لاسته راوړنې دي. د ساوترو او د اړوندو څېړنو د لاسته راونو یو بشپړ لست د لاسته راوړنو د پیوند لاندې اچول شوی دی.

دا پروژه همدارنګه د ژبې د ټیکنالوجۍ د پراختیا په موخه د وړتیا د لوړولو لپاره د روزنې یو پراخه پروګرام په مخ بیايي، او په  ټولو شریکو هېوادونو کې ملي او سیمه ييز لنډمهالي او اوږدمهالي پروګرامونه پلي کوي. په ژبپوهنه، د معیارونو په جوړونه، پرانستې سرچینې ساوتري ځاییتوب، د وینا په بهیرونه، د سکرېپټ په بهیرونه او کمپیوټري ژبپوهنه کې روزنه ورکړل شوې ده. د تر سره شوې روزنې تشریحات، د روزنې پروګرامونه او د روزنې مواد همدارنګه د پروژې په ګورتځي کې شته (د چارو د پیوند لاندې). لومړي پړاو همدارنګه د اسیايي څیړونکیو یو جال جوړ کړو، چې د ژبې په کمپیوټري کولو کې خپله پوهه سره شریکه کړي. پروژې د څېړنې راپرونه خپاره کړي (او په دوام سره یې خپروي) په کار اچول شوې پروسې، پایلې او سپارښتنې لاسوندوي.

د پان ځاييتوب د پروژې II پړاو به هغه ننګونې وڅیړي، چې د اړیکو لپاره د ځايي شوې ټیکنالوجۍ په کارونه کې د پای کارن د ګڼیال سواد سره ملې وي او د ځايي ژبې منځپانګه به وړاندې کړي. دا پروژه به همدارنګه په دی ژبو کې د ژبي د نور پخوالي لپاره په دایمې ډول کارو وکړي.

د پروژې د II پړاو ټولیزې موخې په لاندې ډول دي:

(i) د ځايي ژبې د کمپیوټر او منځپانګې په کارونه کې د ګڼیال سواد د پراختیا لپاره اغېزمنې وسیلې په ګوته کول.

(ii)د اسیايي ژبو لپاره د ټیکنالوجیکي ملاتړ د اوسنیو کچو د لوړلو د وسیلو په توګه په ځايي ژبه کې R&D لپاره د باثباته انساني سرچینو د وړتیا د پراختیا رامخته کول.

(iii)د ځايي ژبې د کمپیوټر او منځپانګې د پراختیا او کارونې لپاره د تګلارو جوړول.

(iv) د کلیوالو ټولنو په وسیله د ځايي ژبې د ټیکنالوجۍ د خپلولو په اړه د ګڼ ډسپلینه څېړنې د اغېزې د تللو لپاره د منطقي وسایلو پراختیا او لوستل.

دا پروژه به د NUCES ,CRULP  د څېړونکیو په وسیله رهبري کیږي.CRULP به له حکومتي ادارو، پوهنتونونو او خصوصي سکتور څخه د ICT څېړونکیو، کاروونکیو، ژبپوهانو او تګلارو جوړونکیو په وسیله په ټوله اسیا کې دا هڅې همغږې کوي. هغه هېوادونه ( او ژبې) چې د  پروژې په دوهم پړاو کې کې راګډې دي هغه افغانستان (پښتو)، بنګله دېش (بنګله)، بوټهان (زونخا)، کمبوډیا (خیمیر)، چين (تبتي)، لاوس (لاو)، منګولیا (منګولي) نیپال (نیپالي) پاکستان (اوردو) او سري لنکا (سینهالا، تامل) ژبې او هېوادونه دي.

د II پړاو موخه دا ده، چې په شریکو هېوادونو کې پای کارن ته په I پړاو کې د تیارې شوې ځايي ټیکنالوجۍ روزنه د دې لپاره ورکړي، چې د کار مقصوده اجتماعي او اقتصادي ګټه انځور کړي.  پروژه به همدارنګه په اکثرو شریکو هېوادونو کې د کلیوال نفوس، زده کونکیو، ملایانو، حکومتي مامورینو، خصوصي سکتور او داسې نورو په ګډون د بېلابېلو کارونکیو ډلو، چې د ځايي ژبې منځپانګې ته لاسرسی کوي او خپروي یې، د روزنې لپاره اغېزمنې تګلارې مطالعه کوي. دا ډلې به د لاسوند د بهیرونو په ترسره کولو، برېښنالیک استولو، انټرنېټ ته په رسي کولو او په ګوتځیونو کې د ځايي منځپانګې په خپرولو کې وروزل شي. د دې موخې لپاره د روزنې مواد به همدارنګه د شریکو هېوادونو په ځايي ژبو کې تیار شي.

د پان ځاييتوب II پړاو به همدارنګه د پروژې د ټولو ژبو لپاره د غوښتنو د یوځاي کولو، پنځولو او نشرولو په ګډون د ځايي منځپانګې د تیارولو اړوند د بېلابېلو اړخونو ته کتنه کوي. په لومړي سر کې به څېړنه په بېلابېلو ټولنو، ژبو او هېوادونو کې د مناسبو بېلګه ییزو کاونکیو ډلو او د هغوی د ژبې د منځپانګې غوښتنې څېړي. دا به همدارنګه د ځايي ژبې د منځپانګې د پرلیکه خپراوي لپاره د اوسنیو معیارونو د اغېزمنتیا مطالعه هم وکړي. پروژه به همدارنګه د ژبې په سرچینو او د منځپانګو د تیارولو او خپرولو لپاره په اغېزمنو لارو چارو باندې څېړنیز راپورونه تیار کړي.

د II پړاو موخه دا ده، چې په ټوله سیمه کې د ژبو لپاره پرمختللي پاي کارن کاریالونه سره یوځای کړي او نور یې هم پرمخ بوځي او د راټوکېدونکي ګرځنده دریځ ځاييتوب راڅرګند کړي. څېړنه به د ځايي ژبې د ټیکنالوجۍ د پراختیا لپاره د ځايي ژبې د شته معیارونو، توکیو، او کارچوکاټونو د تیارولو په مخ کې ننګونې او د هغوي لپاره اغېزمنې وسیلې مطالعه کړي. پلان شوې لاسته راوړنې، وینا پېژندلو سېسټم، د وینا متن ته اړولو سېسټم، د پرانیستي افس ځاييتوب، ګرځنده کاریالونه، لینکس خپراوي، د ژبې د بهیروني کاریالونه لکه Tagged corpora, parallel corpora,  لیکسیکان، او د لغت د بېلولو او د صرفي او نحو شننو کاریالونه دي. دا کاریالونه به په ټولو شریکو هېوادونو کې په ګڼو ژبو کې تیار شي.

پروژه به همدارنګه د ځايي ژبې د ټیکنالوجۍ، روزنې او منځپانګې د پراختیا او پرمختیا لپاره د تګلارو ملاتړ راجلبوي او د دې کار لپاره  ارزوونکې لارې چارې ګوري.  دا د سيمې په سطحه پیلامه به په ځانګړې توګه په کلیواله اسیا کې ناانګلیسي ویونکو وګړو ته، چې د سيمي په ګڼیاله توګه وېشل شوی نفوس جوړوي، ګټه ورسوي.